د ننګرهار سیندیزې حوزې له لوري د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي زده کړیالانو ته د عملي زده کړو او پرکتیک دورې د بشپړولو تصدیق پاڼې ورکړل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۲
1

 د ننګرهار سیندیزې حوزې له لوري د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي زده کړیالانو ته د عملي زده کړو او پرکتیک دورې د بشپړولو تصدیق پاڼې د نوموړې حوزې د سلاکار انجنیر شمس الرحمن شمس، د اوبو سرچینو آمر انجنیر عبدالبصیر مومند، د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل انجنیر اجمل ستانکزی او یو شمیر نورو انجنیرانو، استادانو او محصلینو په شتون کې ورکړل شوې.

په یادو مراسمو کې د ننګرهار سیندیزې حوزې سلاکار د اوبو د مدیریت په برخه کې هر اړخیزه وینا وکړه او د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي استادانو ته یې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه، په یادو مراسمو کې د ننګرهار سیندیزې حوزې انجنیرانو ته د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي د استادانو له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu