د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د (UNDP) مؤسسې له مسؤلینو او د نورګلوبل او د میدان ځونانو شرکت له مسؤلینو سره وکتل

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۱۴:۲۷
۲۳/۱۲/۱۴۰۰

د ننګرهار ولایت د سیندیزې فرعی حوزې رئیس الحاج سید فضل احد هاشمی د خپلو همکارانو په ملتیا د یو ان ډی پی (UNDP) ، د نور ګلوبل شرکت  او د میدان ځوانانو ساختمانی شرکت له مسؤلینو سره ولیدل.

د ننګرهار د سیندیزې حوزې د رئیس لخوا ټولو ګډونوالوته ښه راغلاست وویل شو، او ټولو ته یې په مشورتی او تخنیکی اړخ کی لازمی لارښوونی ورکړي.

د دوه پروژو کارونه د یو ان ډی پی (UNDP) مؤسسی له خوا عملا په ساحه کی جریان لری چی یوه یی په زنګویی کی د میدان ځوانانو د ساختمانی شرکت لخوا تطبیق کیږي چی د دغه پروژی مجموعی قیمت (111,642)  امریکایی ډالر دی.

او همدارنګه دوهمه پروژه د نور ګلوبل ساختمانی شرکت  له خوا د کامې ولسوالۍ د مسلم آباد په ساحه کی د (640) متره بولډر وال د یو لک او لس زره امریکایی ډالرو په مالی لکښت تطبیق کیږي.

همدغه راز د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ګڼو کانالونو پاک کاری د (ICRC) د مؤسسی لخوا جریان لري چې د سلګونو ځوانانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړي ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۲
Background image

د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي سیندیزې حوزې مسؤلینو د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وکړه او کروندګرو ته یې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

بیرته تګ

User account menu