د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالي کې دکار په مقابل کې د غنمو د ویش پروګرام پیل شو
په دغه پروګرام کې، د ننګرهار ولایت سينديزې حوزې رئيس الحاج سيد فضل احد هاشمي د پروګرام په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړ او ولس ته يى دکار د شفافیت په خاطر لازمې سپارښتنې ورکړې.
په ورته وخت کې، په دې غونډه کې د بټي کوټ ولسوالي ولسوال، د سينديزې حوزې د اوبو د تنظيم آمر ښاغلي مولوي سيد محمد صادق هاشمي او دزراعت اومالدارۍ رياست مرستیال قاري صادق هم د دې پروګرام په هکله خبرى وکړې.
ياد پروګرام کې د ورځې 420 کاريګرو ته دکار زمينه ديوې مياشتې لپاره برابريږي چې هر نفر ته دورځې 10 کيلو ګرامه غنم ورکول کېږي
