د ننګرهار ولایت د سراچې کلي د اناثو عمومي لېسې محافظوي دېوال د ودانیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د سراچې کلي د اناثو عمومي لېسې محافظوي دېوال د ودانیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.
د دغې پروژې د رغولو چارې د مهاجرت نړیوال سازمان په مالي لګښت د نوموړې سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې په جوړېدو سره به یې نوموړې لېسه د سېلاب له خطر څخه خوندي شي او د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.