د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې استازو سره لیدنه

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۹:۱۱
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست ښاغلي انجینر خان محمد تکل، په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازو سره لیدنه وکړه او په یاد ولایت کې یې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې په پراختيايی پروژو خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت استازو سره د ژوند د خوندیتوب لپاره د اوبو د سرچینو د مدیریت د پراختیايی پروژو مسوده شریک کړه او اړین معلومات ورکړل.

ښاغلي تکل په اوس وخت کې د اوبو د مدیريت ارزښت د يادولو تر څنګ د ننګرهار ولایت استازو سره د پراختیايی پروژو د پلي کولو 5 کلن پلان مسوده شریکه کړه او له هغوئ یې وغوښتل چې خپل نظرونه د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu