د ننګرهار ولایت کې د یوه بولډروال، ګبیوني جال او د هایدرولوژیکي سټېشن څخه څارنه وشوه

د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالي اړوند د ځنګل باغ په سیمه کې د بولډروال، د حصارک ولسوالي اړوند د لالي لونګي پروژې د ګبیون له جال او د بهسودو پل د هایدرولوژیکي سټېشن د اندازه ګیري له وسایلو څخه څارنه وکړه.
د سرخرود ولسوالي بولډروال چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي لګښت جوړېږي، ودانیزې چارې یې په سیمه کې دوام لري چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د نوموړي بولډروال په جوړېدو سره به سلګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلاب له خطر څخه خوندي شي.
له بلې خوا، د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي په هلو ځلو او د جلال آباد ښار د یخ د تولید د فابریکو په همکاري د تورخم د کډوالو پنډغالي ته ۴۰۰ تختې یخ ولېږدول شو.