د نهر کریم کانال د بیارغونې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۲:۱۰
1

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټيم د لغمان ولایت د قرغه یې ولسوالي اړوند د نهر کریم کانال د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو لا ښه کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال د بیارغونې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې او د چارو په بشپړېدو سره به یې 5000 هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړي کانال د بیارغونې چارې د اف. اي. او موسسې په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

کنړ ولایت کې د اوبو له کوچنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په موخه سروې ترسره کېږي

د کنړ د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د ختیځ زون انرژي د تنظیم آمر او ورسره مل تخنیکي ټیم سره وکتل او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو له کوچنیو سرچینو څخه د برېښنا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۵
Background image

مالیې وزارت کې د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د مالیې وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د ککړک عمومي کانال د تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي

د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست او د آی، او، ام ادارې تخنیکي ټیمونو په دغه ولایت کې د ککړک عمومي کانال د تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې. . .

بیرته تګ

User account menu