د نیلي ښار د اوبو رسولو پروژې او د دایکندي ولایت نورو پراختیايي پروژو په اړه د همغږۍ ګډه ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۹:۰
44

دغه جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس په رهبرۍ چې د دغې ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري، د دایکندی ولایت مرستیال والي محمد علي ارزګاني، په ولسي جرګه کې د دایکندی د خلکو استازی سید محمد داود سادات ناصري، د دایکندي سیندیزې فرعي حوزې رئیس محمد نسیم فرزام، یو شمېر سکټوری رئیسان، ولایتي مسؤلین، مشران او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمېر رئیسانو په شتون کې د جدي ۲۸مه د يکشنې په ورځ تر سره شوه.

په دغه جلسه کې د نیلي ښار د اوبو رسولو، د کټه سنګ بريښنا بند د تخنیکي او اقتصادي سروې او د دغې ادارې یو شمېر نورو پراختیاي پروژو: د اوبو لګولو کانالونو بیارغونه، چکډمونه، هایدرولوژي او هایدرومیترولوژي سټېشنونو لګولو او د پورتني هلمند (دایکندي) سیندیزې فرعي حوزې لپاره د تخنیکي وسائيلو برابرولو په موخه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغې ادارې اړوند د پراختیاي پروژو تطبیق لپاره د همغږۍ او جدیت ډاډ ورکړ او د نیلي ښار د اوبو رسولو په اړه یې وویل: ډير ژر به د کلو پراختیا وزارت او د اوبو رسولو او ښاري کانالیزاسیون شرکت سره ګډه هوکړه لاسلیک شي او وروسته به په ټولې همغږۍ د پروژې په سرچینې پيدا کولو، سروې او ډيزاین کار پيل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس په دغه ولایت کې د بريښنا کوچنیو بندونو جوړولو ډاډ ورکړ، همدارنګه یادونه یې وکړه چې د دغه ولایت لپاره د پلان شویو کانالونو، چکډم او سیند غاړو تحکیماتو پروژو د سروې او ډيزاین چارې تقریبن بشپړې او په بودیجه کې شامل شوي چې تدارکاتې مراحل به یې ژر پيل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د نیلي ښار د اوبو رسولو پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او د پلي کیدو ډاډ یې ورکړ.

په عین حال کې د دایکندي ولایت مرستیال والي محمد علي ارزګاني او یو شمېر استازو او د دغه ولایت مسؤلینو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام څخه د مننې او قدردانۍ تر څنګ د هېواد په لرې پروت ولایت دایکندي کې د خلکو اړتیاو او غوښتنو ته په کتو د دغه ادارې پراختیاي پروژو په اړه خبرې وکړې او د پراختیاي پروژو د تطبیق په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu