د هرات د انرژي ولایتي کمېټې ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۱:۴۰
1

دغه ناسته د هریرود- مرغاب د عمومي سیندیزې حوزې او د هرات د انرژي ولایتي کمېټې د رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د لویدیځ زون د انرژي چارو د مسؤلینو او د صنایعو خونې د رئيس او مدیره پلاوي په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هرات ولایت په صنعتي شهرک کې د تولیدي شرکتونو د هنګرونو پر بامونو باندې د لمریزې برېښنا د فابریکې لپاره د ګټې اخیستنې په موخه بحث او د اندونو تبادله وشوه او په هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu