د هرات د ولایتي انرژي کمېټې ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲ - ۱۶:۵۴
1

دغه ناسته د هرات د والي محترم مولانا نوراحمد اسلام جار تر مشري لاندې د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا او د انرژي کمیټې د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د خلکو او رسمي او غیر رسمي ارګانونو د پانګونو د جذب د طرحې او د لمر د طبیعي رڼا سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د خلکو د هڅونې او ښارې شبکې ته د کورونو اضافې برېښنا د تزریق په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې طرحه د ناستې د غړو له لوري تائید شوه او د لا زیاتې څېړنې او اجراکولو لپاره متخصصینو ته وسپارل شوه، ترڅو په راتلونکي ناسته کې خپل اندونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې یو شمېر کسان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

بیرته تګ

User account menu