د هرات ولایت د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتی سردارولي مزمل او ورسره مل تخنیکي ټیم د هرات ولایت د پاشدان بند د بېلابېلو برخو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړده، چې نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه یوه پروژه ده چې پاتې چارې یې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو په شتون پرانیستل شوې او اوسمهال په بېلابېلو برخو کې چارې روانې دي.