د هرات ولایت ښاروال او د هریرود مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئیس ترمنځه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
1

د هرات ولایت ښاروال او د هریرود مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئیس ترمنځه د همغږۍ  ناسته ترسره شوه.

د هریرود مرغاب عمومي سیندیزې حوزې ریاست رئیس ښاغلي مولوي  سید عبدالسلام مستوفی آغا او د دې حوزې یو شمیر مسؤلینو د هرات ولایت ښاروال ښاغلي حیات الله مهاجر فراهي سره په یاد ولایت کې د اوبو مدیریت په اړه بحث او نظرنو تبادله وکړه.

په دې ناسته کې د ښاري کانالازیسیون، کانالونو د ځمکو د حریم، په خاص ډول د پایان آب تصفیه خونې او جبرائیل په سیمه کې د قارون رود د ملکیت ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونوتبادله وشو.

په دې ناسته کې د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس د هرات ولایت ښاروالۍ د هر اړخیزه همکاریو غوښتونکی شو.

همد شان د هرات ښاروال حیات الله مهاجر فراهي د هریرود مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئيس او ورسره مل پلاوي د وړاندیزونو د اوریدو ترڅنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دا ناسته د خیر په دوعا سره پاې ته ورسېده.

د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu