د هریرود_ مرغاب سیندیزې حوزه کې د پروژو دوراني مدیریت د زده کړو برنامه پيل شوه.

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۴:۲
۲۱۱

دغه پوهنیزه برنامه د اوبو سکټور پياوړتیا پروژې(WSIP_GIZ) په مرسته چې موخه ترې د کارمندانو ظرفیت لوړونه، د چارو ښه پر مخ وړل وو، د څلورو ولایتونو(هرات، بادغیس، غور او فراه) سیندیزو فرعي حوزو لخوا ۴۰ څخه زیاتو کار کوونکو او ۱۲ کسان د هرات پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلین چې د کار اموز په توګه معرفي شوي وو د هریرود_مرغاب سیندیزې عمومي حوزې په ریاست کې پيل شوه.

په دغه پوهنیزه برنامه کې د پروژو ټولنیزې او اقتصادي سروې، تخنیکي سروې، د پروژو ډيزاین، پروپوزل جوړولو، د پروژو اقتصادي تحلیل، کنټرول او کیفیت او ګډونوالو ته د پروژو د تطبیق په برخه کې په مختلفو موضوعاتو زده کړې ورکړل شوې.

د برنامې په پای کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس سید محمد عمر اسحاق د برنامې د ارزښت یادولو تر څنګ د اوبو سکټور د پروژو پياوړتیا ملاتړ دفتر(WSIP-GIZ) څخه مننه وکړه او د اوبو سکټور پياوړتیا په برخه او په ځانګړي ډول د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې لپاره یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu