د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د هرات ولایت د انجیل ولسوالي له څیړنیز بادي ټاور څخه لیدنه وکړه
د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د لویدیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمر ملا سید اسماعیل محسن آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم د هرات ولایت د انجیل ولسوالي له څیړنیز بادي ټاور څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د نوموړي ټاور د کار له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د هرات ولایت په کچه یوه مهمه پروژه وبلله.