د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې غونډه د هرات مرستیال والي په شتون کې ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۹:۵۸
1

د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې غونډه د هرات مرستیال والي محترم الحاج حیات الله مهاجر فراهي، د نوموړې حوزې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ګڼ شمیر کارمندانو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس او کارمندانو د نوموړې حوزې د فعالیتونو او شته ننګونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او وروسته، د هرات مرستیال والي د ریښتینې خدمت رسونې او پر وخت د ولس د ستونزو د هوارولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu