د هلمند درنو ولسونو د هېواد د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو او په دغه برخه کې د شویو فعالیتونو قدرداني وکړه.
دغه لویه غونډه چې د هلمند درنو ولسونو لخوا د افغانستان د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو او د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د ستایلو په موخه جوړه شوې وه، د هلمند ولایت اړوند د بېلا بېلو دولتي ادارو رئیسانو، علماو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، مېرمنو، مدني فعالانو، ځوانانو او روڼ اندو ګډون کړی وو.
ګډونوالو په نوبت سره د افغانستان حکومت د رهبري هڅې او جدیت چې د اوبو په برخه کې یې کوي او د هېواد پر کچه یې په لسګونه لوی بندونه تر کار لاندې نیولي قدرداني وکړه او په دغه برخه کې یې د ولسمشر محمد اشرف غني جدیت او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل کړنې وستائيلې.
د هلمند پوهنتون رئیس سورګل عبدالرحمان انجینر خان محمد تکل د هیواد په کچه ځوان کادر وبله او زیاته یې کړه چي نوموړی د خپلي وړتیا له مخي په دنده ګمارل شوی او تل یې خپل دنده په پوره ژمنتیا، ريښتنولۍ او په پوره ایماندارۍ او اخلاص تر سره کړې.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ د اویو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ته په اشارې وویل" د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس د اوبو مهارولو او د ولسونو د اقتصادي پېاوړتیا په موخه د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې د اوبو بندونو جوړولو په مټ د افغانانو د ځان بسیایني لپاره ارزښت لرونکي او تاریخي کارونه کړي؛ چي د خپلو یاد کړنو له امله یې نن ټول هېوادوال په ځانګړي ډول هلمندیان ستایي او ددې ولایت خلکو ته یې ویاړ ور په برخه کړی دی".
د ارشاد، حج او او قافو رئیس محمد داؤد مدقق، مدني فعالانو او یو شمېر نورو ویناوالو هم د اوبو چارو د تنظیم ملې ادارې د رئیس د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او د هېواد له ولسمشر یې مننه وکړه چې ښاغلي تکل یې باور کړی او دومره لوی او معنوي مسؤلیت یې ورته سپارلی؛ دوئ په نوبت سره له ولسمشر غني وغوښتل چي د هلمند ولایت نور کادرنه هم ورزي او امکانات ورته برابر کړي ترڅو هغوی هم په راتلونکي کي د هیواد په کچه لاسته راوړني ولري او د دې هیواد لپاره خدمت وکړي.
د غونډي په ورستیو کي انجینر خان محمد تکل ته د ښه کړنو او فعالیتونو د ترسره کېدو په وياړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ستاینلیک هم ورکړل شو او په چارو کې یې ورته د ریښتنولۍ او بریاو هیله وکړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
