د هلمند سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د اوبو او انرژي وزارت د ځانګړې لارښوونې په اساس د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد تنګي د خلکو لپاره د څښاک او کرکیلي اوبو د برابرولو په موخه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لومړنۍ اقتصادي، ټولنیزې او چاپيریالي څېړنه ترسره کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۳:۴۲
1

د هلمند سیندیزې حوزې تخنیکي  ټیم د اوبو او انرژي وزارت د ځانګړې لارښوونې په اساس د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد تنګي د خلکو لپاره د څښاک او کرکیلي اوبو د برابرولو په موخه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لومړنۍ اقتصادي، ټولنیزې او چاپيریالي څېړنه ترسره کړه.

دغه تخنیکي ټیم د یادې وادې له مسؤلیونو، قومي مشرانو او بزګرانو سره وکتل او دفرهاد تنګي بند په اړه یې د هغوی معلومات واورېدل. یاد ټیم د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد تنګي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې په پوره توان به هڅه و کړې چې د دوی لپاره کافي اوبه برابرې کړې ، څو د درې یو شمېر اوسیدونکي بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي او د هلمند د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم به ژر تر ژره د نوزاد ولسوالۍ  دره فرهاد خلکو لپاره د امکان تر حده تخنیکي سروې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، لیدنه وکړه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، په داسې حال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

جوزجان ولایت کې د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu