د هلمند سیندیزې حوزې لوی ریاست د اوبو د ښه تنظیم او د رسمي کارونو د انسجام او همغږي په هکله ناسته ترسره کړه
دا غونډه د هلمند سیندیزې حوزې لوی رئیس ښاغلي قاري عبدالهادي" هادي"، د دې ریاست کارکوونکو ، د هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي محمد یعقوب "قایم" او د یاد ریاست کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د هلمند سیندیزې حوزې لوی رئیس ښاغلي قاري عبدالهادي "هادي" په ژوند کې د اوبو پر اهمیت او د کارونو د منظموالي او همغږي په اړه خبرې و کړي او زیاته یې کړه، په ټولیز ډول ژوند په اوبو پوري تړلی او انسان د اوبو پرته ژوند نشي کولای، له همدي کبله باید د اوبو مدیریت ته ځانګړي پاملرنه وکړو.
د هلمند سیندیزې حوزې لوی رئيس په دغه ناسته کې وویل"د هیواد ځان بسیاینې او پرمختګ کې اوبه او انرژي اساسي اهمیت لري او په دي باور لرم چې د فقر او تړاو څخه د افغانستان د خلاصون لاره د انرژي تولید او د اوبو سرچینو غوره مدیریت دی او په هیواد کې د انرژي د تولید او پراختیا او د اوبو د سرچینو مدیریت خپل ایماني او ملي مسئولیت ګڼم."
په ورته وخت کې، د هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي محمد یعقوب" قایم" په دغه ناسته کې د اوبو د مدیریت په برخه کې خبرې و کړي او زیاته یې کړه، چې د اوبو په غوره مدیریت کې په ښه توګه خپله ایماني او وجداني مسؤلیت ترسره کوم.
د دې ناستې په پای کې، د هلمند سیندیزې حوزې لوی ریاست د مالي او اداري آمر محمد صابر هاشمي د اداري چارو د منظموالي او انسجام په هکله خبرې و کړي.
