د هلمند سیندیزې عمومي حوزې او اړوندو فرعي سیندیزو حوزو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو انجنیرانو ته څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد
دغه ورکشاپ چې د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلینو له لوري په لاره اچول شوی وو، نن د پای ته رسېدو مراسم یې د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالهادي هادي، د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د هلمند د والي د دفتر رئيس محترم مولوي عبدالرحمن په شتون کې پای ته ورسېد.
د دغه ورکشاپ د پای ته رسېدو په مراسمو کې د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئيس د نوموړي ورکشاپ د اغېزمنتیا په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اوبو کنټرول او مدیریت زمونږ او ستاسو له دندو څخه یوه اړینه دنده ده او د همداسې ښوونیزو پروګرامونو په واسطه کولای شئ چې خپله وړتیا لوړه کړئ او د اوبو د کنټرول او مدیریت په برخه کې خپله ایماني او وجداني دنده په ښه توګه ترسره کړئ.
همدغه راز، د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس او د هلمند د والي د دفتر رئيس هم د دغه ورکشاپ د اغېزمنتیا په هکله خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په دغه څلور ورځني ورکشاپ ګډونوالو ته د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلینو له لوري د ځمکې لاندې اوبو د ترمینالوژي، د ځمکې لاندې اوبو د څارنې تخنیکونه، د ځمکې لاندې اوبو د بېلګې او احصائیې راټولولو او د هایدروجیولوجیکي نقشو تفسیر او تحلیل په هکله زده کړې ورکړل شوې او په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.