د هلمند ولایت د خلکو د استازی او مشرانو سره لیدنه

mew-admin
جمعه ۱۳۹۹/۶/۷ - ۹:۹
64

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي ریس او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم د ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت له استازي حاجي غلام ولي افغان او د یاد ولایت له یو شمیر مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې په یاد ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې د انکشافي پروژو په ځانګړې توګه د بګت کانال، د کاریز کانال، د نوی بغرا سربند او د نورو چکدمونو او د سیند په څنډو کې د تحکیماتو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي ریس د اوبو د ښه مدیریت په اړه د هلمند ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه چې هلمند ولایت ته يې یو تخنيکي ټيم په سروې بوخت دی، چې تر راستنیدو او ډيزاین وروسته به یې په یاد ولایت کې د ګڼو نورو پروژو کار عملاً پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu