د هيواد د اوبو سرچینو د مدیریت په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۹:۲۴
333

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د ادارو له لوري په خپل وخت د اجرااتو او تخنيکي مسایلو څرنګوالي په تړاو ټینګار وکړ او د اوبو د سرچینو مدیریت کې یې د اړوندو ادارو د همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو رئیس شاپور ژمن د اوبو، ځمکو، ښاري پراختيا او چاپيریال عالي شورا د ځانګړې غونډې د پرېکړې معلومات وړاندې کړل او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د څرنګوالي، د وزارتونو کمېټو جوړولو او د دغې شورا د پرېکړو د تحقق په اړه یې خبرې وکړې.

دغه راز د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس انجنیر خان محمد تکل د دې ادارې له لوري د ترسره شوو کارونو، پلانونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل، د شورا د پرېکړو د تحقق په موخه دغه اداره د افغانستان د اوبو سرچینو د مدیریت لپاره له نورو ادارو سره اسناد او تحلیلونه شریکوي ترڅو، هغوی خپل تخینکي نظرونه وړاندې کړي.

له دې سره د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې مسوولینو په جلا جلا پریزینټيشنونو کې د وچکالۍ برخه کې له وړاندې تدابیرو، د یخچالونو تحلیل، یخچالي جهیلونو او د اقلیم په بدلون یې د اغیزو، د سیلاب او وچکالۍ د مدیریت ملي پالیسۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې له لوري ترتیب شوي اسنادونه له نورو ادارو سره شریک شي او په اړه یې د هغوی تخنیکي نظرونه په کتبي بڼه وړاندې شي ترڅو، په راتلونکې غونډه کې له تخنیکي بحثونو او واحدې پایلې وروسته د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال عالي شورا ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu