د هېواد په یخچالونو کې ۱۴ سلنه کموالی او په یخچالي جهیلونو کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هېواد په یخچالونو کې ۱۴ سلنه کموالی او په یخچالي جهیلونو کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په دغه یو ورزنیز ورکشاپ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو لوی ریاست لخوا د غرونو هر اړخیز پراختیا نړیوال مرکز (ICIMOD) په مرسته د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ د یخچالونو او یخچالي جهیلونو د وضعیت په اړه د معلوماتو شریکولو په موخه د ICIMOD متخصیصینو په شتون کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې په انلاین بڼه تر سره شو.
په دغه ورکشاپ کې تر ۵۰ زیاتو د دولتي ادارو کارکوونکو او د مختلفو علمي او تحقیقي مرکزونو غړو ګډون درلودچې د هېواد یخچالونو او یخچالي جهیلونو وضعیت په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل او همدارنګه معلوماتي پورټال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان او پالیسي لوی رئیس ډاکټر احمد حسیب پاياب او اوبو سرچینو لوی رئیس انجنیر فایزالرحمن عزیزي لخوا پرانیستل شو.
د اوبو سرچینو لوی رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي د غرونو هر اړخیز پراختيا نړیوال مرکز (ICIMOD) له مرستې څخه مننه وکړه، هغه د اقلیم بدلون، د اوبو سرچینو غوره مدیریت په برخه کې د ترسره شویو مطالعاتو ته په کتو او د جهیلونو د ماتېدو ګواښ سره د مخکېدو چمتوالی اړین او مؤثر ياد کړ.
په ورته وخت کې د غرونو پراختیا نړیوال مرکز(ICIMOD) د کروسفیر مطالعاتو تخنیکي مسؤل ډاکټر متین وویل: " ریښتیا چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د یخچالونو او یخچالي جهیلونو په برخه کې معلوماتي نیمګړتیا پوره کړې." ښاغلي متین د مرستو دوام او د پروژې دویم فاز د پيل کېدو ډاډ ورکړ.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د غرونو پراختیا نړیوال مرکز متخصیصینو د ګډو تر سره شویو مطالعاتو په اساس د افغانستان د یخچالي جهیلونو شمېر ۱۹۴۲ ته رسیږي چې ټول مساحت یې تقریبآ ۸۹ کیلومټر مربع دی او همدارنګه د یخچالونو مجموعه یې ۳۸۹۱ ته رسیږي چې مساحت یې ۲۵۴۳ کیلومټره مربع دی چې د پنج امو او کابل سیندیزو حوزو کې موقعیت لري.
دغه مطالعاتو ته په کتو د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ د هېواد جهیلونه د شمېر له مخې ۸ فیصدو او د مساحت له نظره ۱۰ فیصدو ته لوړ شوی او بر عکس د یخچالونو شمېر ۱۳.۸ فیصده ښکته شوی او د مساحت له اړخه ۴۰۵ کیلومټره مربع یخچالونه له مينځه تللي دي چې د اقلیمي بدلون له امله د یخچالونو د ويلې کېدو لامل شوی.
