د هېواد ځمکې لاندې اوبو چارو د تنظیم د څرنګوالي په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۴:۲۰
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخنداده تر مشري لاندې د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کلیو بیارغونې او پراختیا، ښارجوړونې او مسکن، کانونو او پطرولیم، ترانسپورټ او هوایې چلند او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چارو ادارې عمومي ریاست، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت او کابل ښاروالۍ د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د معقولې او متوازنې ګټې اخیستنې د څرنګوالي او د هغې د بې ځایه مصرف د مخنیوي، د سطحي اوبو د مدیریت او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، تولیدي فابریکو او استوګنو ښارګوټو د اوبو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د جامعو طرحو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په پای کې هوکړه وشوه، چې د تخنیکي سکرتریت په جوړولو سره، د اړوندو ادارو په ګډون منظمې ناستې ترسره شي او د هېواد د سطحي او ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې لپاره هراړخیزه طرحه ترتیب او د اړینو تصمیمونو نیولو لپاره دې د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu