د پانګونې چارو د چټکتیا په موخه د ګلبهار انویست شرکت له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ګلبهار انویست شرکت له مسئول ښاغلي حاجي ګلبهار حبیبي سره په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي مسئولینو هم شتون درلود، د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې چارو د چټکتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت تخنیکي مسئولینو د خپلو مطالعاتو د پرمختګ ګزارش او د څېړنو پایلې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري مقام سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د تخنیکي مسئولینو د ګزارشونو تر اورېدو وروسته، د چارو د چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د لا زیاتو همغږیو په موخه دې ژر تر ژره د اوبو او انرژي وزارت، د کانونو او پطرولیم وزارت او د یاد شرکت ترمنځ ګډه ناسته ترسره شې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu