د پنجشیر ولایت د میلمه قرې د سیند غاړو د ګبیوني تحکیماتو پروژه بشپړ شوه.
دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د ۲ میلیونو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو ژغورلو او د موسمي سیلابونو مخنیوي په موخه د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ په میلمه قریه کې پلي شوې ده.
د دغې پروژې پلي کولو سره په میلمه قریه کې د ۳۵۷ مترو اوږدوالي په اندازه تحکیم کاري شوې چې ۱۵۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
