د پنج آمو سندېزې حوزې عمومي رئیس د سويډن کمېټې لۀ رئیس سره د خپل کار پۀ دفتر کې ناسته ترسره کړه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۳:۲۹
1

د پنج آمو سندېزې حوزې عمومي رئیس انجنير رفیع الله مجتبیٰ  د سويډن کمېټې له رئیس انجنير مسعود شريفي سره د خپل کار پۀ دفتر کې ناسته وکړه.

د ناستې پۀ پیل کې د یادې حوزې عمومي رئیس راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل؛ او د پراختیايي پروژو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، او زیاته يې کړه، چې د اوبو اړوند ټولې پروژې د پنج آمو سنديزې حوزې پورې اړه لري.

او وروسته بیا د سويډن کميټې رئیس انجنير شريفي د خپلو کړنو په اړه وضاحت وړاندې کړ، او زیاته يې کړه، چې د سويډن کميټې دفتر په علي آباد والسوالي کې يو کانال چې د تخريب پۀ حالت کې دی، ياد کانال چې ۲۷ کيلو متره اوږدوالی لري، د سربند غاړې  چې ۱۳۰ متره ساحه يې پۀ ( RCC ) ډول ، او پاتې برخه یې چې تخريب شوې پۀ اساسي ډول جوړ شي چې ټول لګښت يې شاوخوا ۱۱ ميليونه افغانيو ته رسيږي.

ياد کانال د علي آباد ولسوالي پۀ لاله ميدان ساحه کې موقعيت لري، چې شاوخوا د لس کلیو خلکو ته اوبه رسوي.

د يادولو وړ ده، چې د یادې پروژې مالي لګښت د (UNDP) موسيسې لخوا ورکول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu