د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې او تر چتر لاندې د سیندیزو فرعي حوزو د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه ښوونیزه برنامه پيل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۱۵
1

دغه څلور ورځنۍ ښوونیزه برنامه د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت په شتون کې د دغې عمومي حوزې او تر چتر لاندې د  سیندیزو فرعي حوزو د یو شمېر کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه پيل شوه.

ښاغلي حاجي حکمت د دغې برنامې په پرانیست غونډه کې د اوبو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له دغې برنامې څخه سمه ګټه پورته کړي.

په دغه ښوونیزه برنامه کې د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلینو له لوري د اوبو د تخصیص په هکله ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu