د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس د کندز له والي سره وکتل
د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی د کندز له والي ښاغلي ملا نثاراحمد نصرت سره وکتل او د وکیل جنګل او اختپې کانالونو پر سر د را ولاړې شوې ستونزې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس، د قلعه ذال ولسوال او د FAO دفتر استازي د تخار د والي د هدایت پر بنسټ د یادې پروژې ساحې ته سفر وکړ او د یادو کانالونو پر سر را ولاړه شوې ستونزه یې هواره کړه.
