د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو
محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د یوې غونډې په ترڅ کې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې د رئيس په توګه همکارانو ته ور وپېژندل شو.
په دغه غونډه کې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې پخواني رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی خبرې وکړې او په ادارو کې ادلون، بدلون یې یو اصل وګاڼه.
د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت تر دې مخکې د شمال سیندیزې عمومي حوزې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.
