د پنج آمو عمومي حوزې رياست په کاري دفتر کې د c_pmo مرکزي او ولايتي دفتر ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
لمړی د پنج آمو عمومي سينديزې حوزې رئیس ښاغلي انجنير رفيع الله مجتبی راغلو ميلمنو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه او د خپل دفتر کارونو مخکې وړلو لپاره د پنج آمو عمومي سينديزې حوزې د اصولو مطابق همکاري ژمنه وکړه، ورپسې د وزارت مقام لخوا د ليږل شوي ټيم رئیس ښاغلي انجنير سيد مقيم سادات د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویي ويل: زمونږ د کاري ټيم سفر موخه د هغه پروژو د بل محاسبه او ارزونه ده کومې چې زموږ د دفتر لخوا د کندوز ولايت په امام صاحب، دشت ارچي او د تخار او بدخشان ولايتونو په ولسواليو کې پلې شوې دي.
جلسه د خير دوعائیي په لوستلو سره پاې ته ورسېده
