د پوهاوي پيغام ⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1401 لمریز کال د لړم د میاشتې په 15  نیته د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د(کابل، پنجشیر، غوربند، کنر، غزنی، خوست، پکتیکا او ارغنداب) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی دمیاشتې په 21  نېټه کې د هېواد...

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۶:۱۶
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی دمیاشتې له 19 نېټې څخه...

شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی د میاشتې...

Back to announcements

User account menu