د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي له 9 نېټې څخه تر 10 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واورې د اورېدلو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هلمند، کابل او پنج آمو) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ويلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هلمند، ارغنداب، ترنک، ارغستان، غزنی پکتیا، خوست، پکتیکاه، لوگر، میدان، پنجشیر، غوربند،کنړ، لغمان، کوکچه او بغلان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥  په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۰:۲۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وري له 27 نېټې څخه...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وری له 15 نېټې څخه تر...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وری له 10 نېټې څخه تر...

Back to announcements

User account menu