د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1403 لمریز کال د غویي له  30 نېټې څخه تر 31 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج آمو) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (هرات، غور، بادغیس، هلمند، ارزگان، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنگان، لوگر، میدان وردک، غوربند، پنجشیر، لغمان، کنر،  بغلان، تخار او بدخشان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د چنگاښ له 6 نېټې...

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د چنگاښ له  ۳ نېټې څخه...

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غبرګولي له  26 نېټې څخه...

Back to announcements

User account menu