د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

MEW-Media
۱

د 1403 لمریز کال د زمري له 2 نېټې څخه تر 4 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د هوا پېژندنې نړیوالو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو او کابل) سينديزه حوزه کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (بدخشان، پنجشیر، غوربند، لوگر، میدان وردک، غزنی، کنر، لغمان، پکتیا، خوست او پکتیکا) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د زمري له 2 نېټې څخه تر 4 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د چنگاښ له 29 نېټې څخه تر...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۸:۴۸
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د چنگاښ له 26 نېټې څخه تر ...

Back to announcements

User account menu