د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب ۲۰ نېټې څخه تر ۲۲ نېټې پورې د هېواد د حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هلمند ،هریرود،شمال ، پنج آمواو کابل) حوزو کې او اړوند سیلبرونه شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (ارزگان، زابل، هلمند،کندهار، خوست،غور، هرات، بادغس، جوزجان، میمنه، بلخ، سنمگان، بغلان تخار، کندز، پکتیا، خوست، لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب ۲۰ نېټې څخه تر...

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د کب د میاشتې له 12 نېټې...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۹:۲۱
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د کب ۹ نېټې څخه تر...

Back to announcements

User account menu