د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

mew-admin
۱

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې له ۲۰ نېټې څخه تر ۲۲ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پېژندنې نړیوالو معتبرو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل شوی دی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل سیندیزه حوزه او اړوند سیلبرونو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د تیزو اورښتونو او د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردک، کاپیسا، پروان، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥 په همدې اساس، له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو له ځانې او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۶:۲۱
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې له ۲۰ نېټې څخه تر ۲۲ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۸
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدین وســیله به تاسی از قانون عقود به اطلاع عموم رسـانیده میشود، وزارت آب و انرژی در نظر دارد، پروژه حفظ و مراقبتی کانال های تخریب شده (رباط؛ کمانگران؛ دشت فرغامنج؛ ترنگ؛ محله خشدریو؛ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

اطلاعیه تصمیم براعطای قرارداد

بدینوسیله بتأسی از مواد قانون عقود به اطلاع عموم رسانیده میشود که وزارت آب و انرژی در نظر دارد قرارداد پروژه تهیه و تدارک تعداد (434) قلم لوازم حفظ و مراقبت ضرورت سال مالی 1405 دارای . . .

Back to announcements

User account menu