د پکتيا او پکتيکا ولایتونو د 12 چکډم پروژو قرارداد لاسلیک شو
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل، د 12 چکډم پروژو قرارداد په ولسي جرګه کې د پکتيا او پکتيکا ولایتونو استازو، تخنیکي مرستيال، انجینر احمد ویس بصیري او د دغه ادارې يو شمېر رئيسانو په شتون کې له قراردادي شرکتونو سره لاسلیک کړ.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس وویل چې له پخوا څخه زیاته اړتیا لیدل کيږي تر څو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د دغه ادارې پروژو ته دقت وشي؛ او وې ويل چې د مچلغو د بند کار روان دی او په دغه ولایتونو کې د نورو لویو او کوچنیو پروژو په سروې او ډيزاین کار روان دی.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د پکتيکا ولایت استازي نادر خان کټوازي د اوبو د کمښت په برخه کې د دغه ولایت د خلکو ستونزې واورولې او له قراردادي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې یادی پروژی په دقت او کیفیت سره سرته ورسوي.
په عین حال کې د پکتيا ولایت استازو، ډاکټر يارباز خان حمیدي او نصیب مقبل د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو څخه د مننې تر څنګ په پکتيا ولایت کې د دغه ادارې پروژو ته مناسب ځایونه په نښه کړل.
د يادونې وړ ده چې دغه استازو د يادو پروژو د پلي کولو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او قراردادي شرکتونو ته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
په اخر کې د قراردادي شرکتونو يو استازي ژمنه وکړه چې نوموړې پروژې به په ډير دقت، عالي کیفیت او په ټاکلي وخت کې پلي کړي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجینر خان محمد تکل يو ځل بیا قراردادي شرکتونو ته په اشارې ګواښ وکړ او وې ويل؛ په هغه صورت کې چې د پروژو کار بې کیفیته وي او خلک له هغې شکایت وکړي د هغه شرکت نوم به په تور لیست کې واچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت چکډم پروژې د 15.9 ميلیونه افغانیو په ارزښت او د پکتیکا ولایت د 8 میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کيږي؛ چې په واسطه به یې 36 زره او 820 متر مکعب اوبه به په دغه چکډمونو کې ذخیره کيږي؛ 3 زره او 139 هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي او د 2 زره او 665 کورنۍ په دغه ولایتونو کې ترې ګټه پورته کوي.
