د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس د زرمت ولسوالي د سهاکوسيمې له قومي مشرانو سره غونډه ترسره کړه.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح د زرمت ولسوالي د سهاکو سيمې د خندق قلعه، پهان او نجاران قومي مشرانو سره، د سيلاب له امله د رامنځته شويو زيانونو او ستونزو د اوريدو په موخه غونډه وکړه.
فاتح صيب يادو قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل، د دوى ستونزې يې واوريدې او په ياده برخه کې يې د خپل مسؤلیت له مخې د همکاري ډاډ ورکړ. نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د راغلیو سيلابونو د اغيزې د بررسي په موخه د ولايت په کچه ګډ پلاوى ټاکل شوى دى؛ او په نږدې راتلونکي کې به دې برخې ته رسيدګي وکړي.
ښاغلي فاتح صيب د غونډې په وروستیو شېبو کې له سيلابونو څخه د خونديتوب په موخه قومي مشرانو ته د عامه پوهاوي مالومات وړاندې کړل او له هغوى يې غوښتنه وکړه، ترڅو دا پيغام د سیمې نورو خلکو ته هم ورسوي.
