د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس د زرمت ولسوالي له قومي مشرانو سره غونډه ترسره کړه.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۰:۱۸
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح د زرمت ولسوالي د پاينده ګي کلا، د مکاوې دولت زيو او کوتي خيلو قومي مشرانو سره غونډه وکړه او د هغوى ستونزې يې واورېدې.

قومي مشرانو په خپلو سيمو کې د اوبو په اوسني وضعیت، له هغوى څخه په ګټه اخيستو او د شته اوبيزو تاسيساتو په اړتياوو باندې خبرې اترې وکړې.

هغوى د ولسونو ستونزې د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شريکې کړې، د تخريب شويو اوبيزو تاسيساتو د ترميم او د سربندونو، کانالونو او د اوبو ذخيروي بندونو په اساسي ډول جوړيدو غوښتنې يې وکړې.

ښاغلي فاتح د يادو قومي مشرانو ستونزې او غوښتنې پر ځاى وبللې او د حل په موخه يې ډاډ ورکړ. نوموړي قومي مشرانو ته په خپلو خبرو کې وويل، "ستاسو ستونزو او غوښتنو ته تر يو حده رسيدنه شوې، چې د يادو پروژو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوې، نورې اړوند چارې يې تر کار او پوښښ لاندې دي او په نيږدې راتلونکي کې به يې عملأ چاريې پيل شي."

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۱۲هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۷ هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu