د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سویل ختیځ زون د انرژي آمریت له کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۰:۵
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د سويل ختيځ زون د انرژي آمريت له کارکوونکو سره د چارو د سمون، همغږي او ګړنديتوب په موخه غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې ښاغلي فاتح د ياد آمريت په شته امکاناتو او اړتياوو رڼا واچوله. هغه د انرژي له ترلاسه کيدونکو سرچينو څخه يادونه وکړه او له هغوى څخه د ګټه اخيستو په موخه يې اړوندې برخې ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدارنګه نوموړي له مسؤلینو وغوښتل، يادو شويو موخو ته د رسيدو لپاره دې هر اړخيز پلان ترتيب او تر پوښښ لاندې دې ونيول شي.

د ياد آمريت، آمر ښاغلي انجنير شمس اللّٰه د امکاناتو او نورو اړتياوو په واک کې ورکولو څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي او نورو کارکوونکو خپل مسؤلیت لومړيتوب وبالۀ او د غوره کاري چوپړتياوو ترسره کول يې ستره موخه وبلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu