د پکتیا ولایت کروندګرو ته د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د عادلانه او اغیزمنې ګټې اخیستنې په هکله سمینار دایر شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۱:۵۵
1

دغه سمینار د پکتیا ولایت د سیندیزې فرعي حوزې او ولایتي کمیټې له لوري د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتیا ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح، سیمه ییزو مسئولینو، قومي مشرانو او ګڼ شمیر کروندګرو په شتون کې ترسره شو او د اوبو سرچینو د ساتنې، اغیزمنې ګټې اخیستنې، د اوبو د مدیریت، وچکالي، د اوبو لګولو د نویو سیسټمونو، د کرنيزو نباتاتو او بوټو د کرکيلې او د اوبو د اړتياوو په هکله پریزنتیشنونه وړاندې شول.

په یاد سمینار کې د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح د اوبو سرچینو د ساتنې، سمې ګټې اخیستنې او د اوبو د بې ځایه مصرف د مخنیوي په هکله وینا وکړه او له کروندګرو څخه یې د اوبو د لا غوره مدیریت په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu