د پکتیکا ولایت د پلتوني بند چارې په چټکۍ روانې دي
د پکتیکا ولایت د پلتوني بند چارې چې څه موده وړاندې د 851 میلیون افغانیو په لګښت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د اسلامي امارت د یو شمېر نورو لوړ پوړو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې، په چټکۍ روانې دي.
په دغه پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې 25میلیون مترمکعب اوبه ذخیره، 2500 هکتاره ځمکه خړوبه او 935 کیلوواټه برېښنا تولید شي.