د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د انجنیرانو لپاره د جیوفزیکي څېړنو ښوونیزه برنامه د اوبو او انرژي په وزارت کې پيل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۶:۲۴
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو د عمومي ریاست له لوري د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د انجنیرانو د وړتیا لوړونې په موخه د سروې او  د ځمکې د جیوفزیکي اکتشاف د پوړیزو جوړښتونو او له نوي ټکنالوژي او وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د اټکل په برخه کې چې په دې ورستیو کې دغه وزارت ته سپارل شوې دي، پيل شوه.

د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز د دغې ښوونیزې برنامې په پيل کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او له ټولو انجنیرانو څخه یې وغوښتل چې له دغې ارزښتناکې برنامې څخه د خپلو تخنیکي تجربو په شریکولو او  مسلکي پوهاوي په برخه کې په ښه توګه ګټه پورته کړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د تګلارو رئيس محترم انجنیر میرویس میرزاد دغه ښوونیزه برنامه د اوبو سرچینو د څېړنو د کیفیت او معیاري کولو په برخه کې ارزښتناکه وبلله.

د یادونې وړ ده، چې دغه ښوونیزه برنامه د ۱۸ ورځو لپاره په لاره اچول شوې او په دغه موده کې به د ځمکې لاندې اوبو د جیوفزیکي اکتشاف په برخه کې په تیوري او عملي بڼه د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د استاد محترم دوکتور عبدالحلیم زریاب له لوري د اوبو او انرژي او د کلیو پراختیا وزارتونو او د اوبو رسولو ریاست او د ښاري فاضلابو او چاپېریال ساتنې ملي اداري ۳۰ تنو انجنیرانو ته  اړینې زده کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu