د چارو د جریان د وضعیت، ستونځو دحل او د کارونو د ښه انسجام لپاره د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په معینیت کې غونډه وشوه.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۲:۱۸
1

دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي د معين مولوی عارف الله عارف په مشرۍ د دغه وزارت د انرژي د سکتور د ټولو رئيسانو په شتون کې جوړه شوه. په دې غونډه کې په بېلابېلو تخنیکي او اداري موضوعاتو لکه: د پانګونې له شرکتونو سره د همغږۍ کمېټې پر جوړولو، د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ کمېټې د جوړولو او د نغلو د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا پروژې د مساحت د بیا کتنې په اړه د وزارت مقام ته د طرحې وړاندې کول او د انرژي زونونو د مالي او اداري ستونزو د حل او نورو تخنیکي او اداري مسایلو په اړه بحث وشو. په دې کتنه کې اړوندو رئیسانو د یادو شویو موضوعاتو په اړه خپل مفصل راپورونه د انرژي وزارت له معین سره شریک کړل او د راپورونو له اوریدو وروسته د انرژي معین اړوندو مسئوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu