د ډبرو له سکرو څخه د بريښنا د توليد کميټې دويمه غونډه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۸:۵
1

دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" په مشري چې د دغه وزارت یو شمیر رئیسانو او د اقتصاد وزارت معین، د عدلیې وزارت معین، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ،د کانونو او پټرولیم وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د افغانستان بانک، د افغانستان برېښا شرکت، د معادن او صنایعو خونې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو په ګډون د اوبو او انرژی په وزارت کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید د کمېټې د جوړښت او کړنلارې ، د سهامي شرکت د جوړښت، د ډبرو سکرو د پلورلو د بیې په ټاکلو، د ډبرو له سکرو سرچینو څخه د برېښنا د تعرفې په ټاکلو، د فابریکو لپاره د مشخصو ځایونو د جوړولو ، د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا تولید، پانګوالو ته د آسانتیاوو برابرولو او یو شمېر نورو اداري او تخنیکي موضوعګانو باندی بحث او د نظر تبادله وشوه.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه ، چې د ډبرو له سکرو څخه دبرېښنا د تولید د عملي چارو د چټکتیا په موخه دې یوه ګډه تخنیکي کمیټه د اوبو او انرژي وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت، د چارو ادارې د پانګونې د آسانتیاوو واحد او د ځمکو ریاست  څخه جوړه شي.

د یادولو وړ ده چې د ډبرو له سکرو څخه د بریښنا د تولید کمېټه د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د رهبري د هدایت په اساس جوړه شوې ده چې مشري یې د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور" په غاړه ده اود سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، اقتصاد وزارت، عدلیې وزارت، د چاپیریال ساتنې ملي اداره، د معادن او صنایعو خونه، د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د افغانستان برېښنا شرکت، د پانګونې د آسانتیاوو اداره او د افغانستان بانک، د دې کمیټې غړي دي او دا د ډبرو له سکرو څخه د بریښنا د تولید د کمیټې دویمه غونډه ده چې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر په مشري جوړیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu