د کابل سیندیزې عمومي حوزې د فرعي حوزو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۳:۱۵
88

دغه ناسته د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيسې انجنیر فومن فروغ په شتون کې چې د څوارلس فرعي ریاستونو رئیسانو او د مرکزي دفتر امرینو ګډون درلود، د کابل سندیزې عمومي حوزې لپاره د اطلاعاتو مدیریت سیسټم (MIS) فعالولو په موخه دروان کال د مرغومي د میاشتې په درېیمه نېټه د چهار شنبې په ورځ د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره شوه.

په دغې جلسه کې د کابل سیندیزې عمومي حوزې مسؤلینو لخوا ګډونوالو ته د فرعي حوزو لپاره د پروژو ډيټابېش ترتیب کول، د پروژو اسنادو لېږلو په اړه اجراآت، د پروژو انوایسونو لارښود ترتیبول، د پروژو د سروې او ډيزاین تخنیکي اسنادو ترتیب او د پانګې اچونې د طرحو کنسپټ نوټونو ترتیبولو په موخه حوزو ته لازم توضیحات ورکړل شول.

همدارنګه په دغې ناسته کې د سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو د ۱۳۹۹ مالي کال کاري راپور وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې د کابل سیندیزه عمومي حوزه، څوارلس سیندیزې فرعي حوزې لري چې کابل، جلال اباد، کاپیسا، پروان، پنجشیر، پکتیکا، پکتیا، لغمان، خوست، نورستان، لوګر، میدان ښار، غزني او کونړ سیندیزې حوزې دي.

هېره دې نه وي چې دغه جلسه د WSIP/GIZ په مالي مرسته تر سره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu