د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس د کرنې او مالدارۍ وزارت له معین سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۰:۵۲
1

د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو د معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن رحماني سره وکتل او د اوبو په برخه کې یې د پلې شویو او پلي کېدونکو پروژو او د ځمکو د استملاک په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

په دې لیدنه کې، د کجکي، شاه و عرس او نورو اړوندو پروژو د ځمکو د استملاک او تصفیې لپاره د ګډ کاري ټیم په جوړولو او په خپل وخت د کارونو سرته رسولو او ښې همغږي باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu