د کابل والي او ورسره مل د ګذر وکیلانو او د کابل ولایت د بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر مشرانو د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر کړنې وستایلې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۷:۴۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې د کابل له والي محترم الحاج امین الله عبید، د ګذر وکیلانو او د دغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې والي، وکیلانو او د کابل قومي مشرانو د وزارت د رهبري کړنې وستایلې او خپلې ځیني ستونزې او وړاندیزونه هم له نږدې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې یادونه وکړه، چې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان د خلکو خدمتګاران دي او له دغه ډول برنامو څخه چې خلک وکولای شي په مستقیم ډول خپلې ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې، هرکلی کوي.

ښاغلي منصور د کابل ولایت د برېښنا د کموالي ستونزې په هکله ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت ښې برنامې تر لاس لاندې نیولې دي. هغه زیاته کړه، چې په دې برخه کې د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا پروژه بشپړه او له شبکې سره ونښلول شوه او له ترکمنستان څخه تر ارغندۍ پورې د لېږد مزي پروژې چارې هم په ښه توګه روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کابل او ګاونډویو ولایتونو د برېښنا د کموالي ستونزه هواره شي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل ښار کې د اوبو سرچینو د کموالي ستونزې په هکله هم یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت په دې برخه کې ډېرې کړنې ترسره کړې او په دې برخه کې د شاه او عروس بند بشپړ او د للندر شاتوت بند پروژه هم د راتلونکي کال په بودجه کې شامله شوې ده. هغه زیاته کړه، چې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې هم بشپړې شوې او د بودجې او نورو اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي کې چارې پيل شي.

په ورته مهال، د کابل والي د اوبو او انرژي وزارت کړنې د ستاینې وړ وبللې او څرګنده یې کړه، چې له نیکه مرغه تر اوسه پورې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د دوامدارو هڅو له کبله په کابل ښار کې د اوبو مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ډېرې پروژې پلې شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu