د کابل ښار ځمکې لاندې اوبو د تغذیې پروژو د ستونزو حل په موخه همغږۍ ناسته ترسره شوه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۵:۵۴
4444

د کابل ښار ځمکې لاندې اوبو د تغذیې پروژو د ستونزو حل په موخه همغږۍ ناسته ترسره شوه.

دا ناسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري تر رهبرۍ لاندې او د دې ادارې یو شمیر رئیسانو، مشاورینو، انجنیرانو او د ښارجوړونې وزارت استازي په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کابل ښار ځمکې لاندې اوبو د تغذیې پروژو د ستونزو حل او پرمختګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ښاغلي بصیري ګډونوالو ته د پروژو د تطبیق ګړندیتوب ترڅنګ د ستونزو د حل په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړې.

د اوبو چارو د تظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu