د کابینې د قوانینو د کمېټې ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د عدلیې وزیر لخوا د اوبو د تنظیم او د ککړو اوبو ویستلو مقررې طرحه وړاندې شوه چې یاده مقرره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا جوړه شوې.
دغه مقرره د ککړو اوبو چارو مدیریت، خصوصي سکټور ته د شراکت زمینه برابرول، چاپېریال ساتنې، د ککړو اوبو ویستلو او تصفیې او د چارو راټولو په موخه په څلور دېرش مادو کې ترتیب او تنظیم شوې.
د جلسې غړو د دغې مقررې د برسي تر څنګ د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې، ښاروالیو، د ښاري ککړو اوبو مدیریت په برخه کې د خصوصي سکټور په مکلفیتونو او همدارنګه په ټوله کې یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ښاریانو په مکلفیتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په اخر کې د بحث وروسته چې د ناستې د غړو لخوا تر سره شو، د اړونده ادارو له اصلاحي نظریاتو وروسته یاده مقرره د قوانینو کمېټې لخوا تائيد شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
